د ناورو ولسمشر: ناورو د يو چين پېژندنې پر اصل ټينګار کوي
CMG2024/07/03 11:12:48
شريکول:

د ناورو ولسمشر ډاويډ رانيبوک اديانګ د جولای په ۲مې نېټې خبري رسنيو ته ويلي، چې هېواد يې د یو چین پېژندنې پر اصل ټينګ لري او د چین له لويې برخې څخه د تايوان له هر ډول جلاوالي سره مخالفت کوي.

نوموړي په همدې ورځ په ناورو کې د چين سفير لو جين ملی باورليک ومانه او ويلي يې دي، چې هغه د روان کال په مارچ کې له چين څخه بريالۍ رسمي ليدنه کړې ده.

رانيبوک اديانګ هيله ښودلې، چې له چين سره د رسمي اړيکو په بيا ټينګېدو سره د دواړو هېوادونو همکارۍ ژورې شي او د ناورو اقتصادي پرمختګ په خوځښت راولي.

د چين سفير لو جين ويلي، چې هغه د چين او ناورو د رسمي اړيکو له بيا ټينګېدو وروسته په ناورو کې د چین لومړی سفير دی او د ناورو د بېلا بېلو برخو له دوستانو او ملګرو سره به يو ځای د دواړو هېوادونو د مشرانو د ګډې موافقې پلي کولو ته لومړيتوب او د دواړو هېوادونو ترمنځ‌ اړيکو ته به پرمختګ ورکړي.

لو جين د جولای په لومړۍ نېټې ناورو ته تللی او هلته يې د چين د سفر په توګه دنده پېل کړې ده.