شي جين پينګ د اذربایجان له ولسمشر علي اف سره وکتل
CMG2024/07/03 22:23:39
شريکول:

د چین دولت رئیس شي جين پينګ د جولای په ۳مه نېټه په استانه کې د اذربایجان له ولسمشر الهام حيدر اوغلو علي اف سره وکتل.

دواړو مشرانو پرېګړه وکړه چې د دواړو هېوادونو اړیکې ستراتيژيکو اړیکو ته لوړې کړي.

شي جين پینګ وویل، د چین او اذربایجان اړیکې تل د ثابت پرمختګ په حال کې دي، همکارۍ یې د لیدو وړ بریالیتوبونه تر لاسه کړي دي. دواړه هېوادونه به په راتلونکې کې یو د بل ملاتړ پياوړی کړي او خپلو خلکو ته به لا زیاتې ګټې ورسوي.