د چین او قزاقستان مشرانو پر کاسپيان سمندر د چين او اروپا د لویې لارې پرانيستو مراسمو کې انلاين ګډون وکړ
CGTN2024/07/03 16:26:00
شريکول:

د چین دولت رئيس شي جين پينګ د جولای په ۳مې نېټې له خپل قزاقي سيال کاسيم جومارت توکايف سره د قزاقستان په ولسمشرۍ ماڼۍ کې پر کاسپيان سمندر د چين او اروپا د لويې لارې د پرانيستنې په مراسمو کې انلاين ګډون وکړ.

دا د چيني موټرو لومړی ځل دی، چې پر لویې لارې د کاسپيان سمندر بندر ته رسیدلي دي. د چين ـ اروپا اورګاډي  دوه کاله کيږي، چې له چين څخه تر کاسپيان سمندر پورې تګ راتګ کوي او د موټرو د لویې لارې په پرانېستو سره يې د چين او کاسپيان سمندر ترمنځ د سړک، پټلۍ، هوا او پايپ لين په شمول بشپړ ټرانسپورټي چوکاټ جوړ شوی دی.