د چین دولت رئیس شي جين پينګ د جولای په ۳مه نېټه په استانه کې د شانګهای همکارۍ سازمان تر سرمشریزې غونډې مخکې د ازبکستان له ولسمشر شوکت ميرضيايوف سره وکتل.
شي جین پينګ ميرضيايوف ته وویل: کله چې تاسو د سږ کال په جنورۍ کې چین ته رسمي سفر کړی، پرېکړه مو کړې چې د دواړو هېوادونو اړیکې په نوې زمانه کې په هر ډول حالاتو کې هراړخیزو ستراتيژیکو اړیکو ته لوړې کړشي او د دواړو هېوادونو اړیکې د پرمختګ نوې مرحلې ته داخلې شوې دي. چین تل د خپل هېواد د خپلواکۍ، حاکمیت او خوندیتوب ساتلو لپاره د ازبکستان له کوښښونو کلک ملاتړ کوي.