د سروې ٪ ۹۲.۷ ګډونوال: د شانګهای روحیه د نړیوالو اړیکو یوه بېلګه ده
CMG2024/07/03 10:39:16
شريکول:

د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو شورا ۲۴مه غونډه به د جولای په ۴مې نېټې د قزاقستان په پلازمېنې استانې کې ترسره شي.

 د چين ميډيا ګروپ سي جي ټي اېن د يادې غونډې د ترسره کېدو په درشل کې يوه نړیواله انلاين سروې ترسره کړې او ډېری ګډونوال یې په دې اند دي، چې شانګهای همکارۍ سازمان د خپل شل کلن پرمختګ په بهیر کې د سیمه ییز امنیت تامین، همکاريز پل، دوستانه کمربند او رغنده ځواک ښودلی دی.

 د سروې ۸۲.۸ سلنه ګډونوالو هیله ښودلې، چې د شانګهای همکارۍ سازمان به د نړۍ پرمختیايي هیوادونو ته فعالې ګټې ورسوي او د یو ډېر عادلانه او معقول نړیوال نظم د ابادول لپاره به هڅې وکړي.

د سروې ٪ ۸۹.۶ ګډونوال په دې اند دي، چې د شانګهای همکارۍ سازمان سیمه ییزه او نړیواله اغېزه ورځ تر بلې پراخېږي او ٪۸۳.۷  ګډونوالو يې د سیمه ییز امنیت او ثبات په ساتلو کې د دغه سازمان د لوی رول ستاینه کړې او ٪۹۲.۷ ګډونوالو يې د شانګهای روحیه بريالۍ او ۸۳.۹ سلنه ګډونوالو یې بيا په دغه سازمان کې د چین رول ستایلی دی.

دغه سروې په انګلیسي، هسپانوي، فرانسوي، عربي او روسي ژبو خپره شوې او په ۲۴ ساعتونو کې ۱۳۵۲۷ ګډونوالو پرې خپل نظرونه څرګند کړي دي.