د ترکيې پوليس د داعش په اړه ۱۱ شکمن کسان توقيف وکړل
CGTN2024/07/03 10:35:34
شريکول:

د ترکيې د راډيو او ټېلويزيون عمومي سټېشن د جولای په ۲مې نېټې خبر ورکړی، چې د دغه هېواد پوليسو په همدې ورځ په ايزمير ولايت کې چڼيز عمليات ترسره کړي او له داعش سره د همکارۍ په تور یې 

۱۱ کسان نيولي دي.

خبر وايي، یادو کسانو د ترکيې د ايزمير ولايت په مېنېمن سيمې کې داعشي وسله والو سره همکاري کړې او ترکي پوليسو د دوی له کورونو وسلې، ليکنيز او ګڼ شمېر الکترونيکي معلومات ترلاسه کړي دي.