《د شي جين پينګ د خوښې کلاسیکې کېسې》 درېيمه برخه په قزاقي ژبه خپره شوه
CGTN2024/07/03 10:21:12
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د شانګهای همکارۍ سازمان د مشرانو شورا په ۲۴مې غونډې کې د ګډون په پار د قزاقستان مرکز استانې ته تللی او له ياد هېواد څخه به رسمې لېدنه وکړي.

چين ميډيا ګروپ د نوموړي د سفر په بهیر کې《 د شي جين پينګ د خوښې وړ کلاسیکې کېسې》پروګرام درېيمه برخه په قزاقي ژبه خپره کړې او  د خپرېدو مراسم يې د جولای په ۲مې نېټې د قزاقستان په پلازمېنې استانا کې ترسره شول.

د قزاقستان ولسمشر کاسيم جومارت توکايف د دې پروګرام د خپرېدو په پار مبارکي ويلي ده.

دغه پروګرام به د جولای له ۲مې نېټې څخه د قزاقستان د ورېښمو ټېلويزيون په شمول عمده رسنيو کې خپور شي او منځپانګه يې د ګډ شتمنېدو،‌ ايکولوژيکي ساتنې، کلتوري پراختيا او تمدني تنوع ورټوله ده او دا مهم ټکي د رئيس شي‌ جين پينګ په مهمو ويناوو، مقالو او خبرو کې کارول شوي او د چين کلاسيکې کېسې او جملې پکې بيان شوي دي.

په دغو مراسمو کې د چين ميډيا ګروپ مشر شن های شيونګ،‌ د قزاقستان د کلتور او اطلاعاتو وزيرې بالايوا او د قزاقستان د ولسمشرۍ د ټېلويزيون او راډیو عمومي ادارې مشرې کاجبايوا ګډون او ويناوې کړې دي.