شي جین پینګ د قرغزستان له ولسمشر سره وکتل
CMG2024/07/03 23:26:11
شريکول:

د چین دولت رئیس شي جين پينګ د جولای په ۳مه نېټه په استانه کې د قرغزستان له ولسمر صدور نورګوژوويچ جپاروف سره وکتل.

شي جين پینګ په دې ليدنه کې وویل: د تېر کال په مې میاشت کې مې له جپاروف سره د چین او قرغزستان د اړیکو ټینګښت په اړه ډېرې موافقې کړې او له یو کال راهیسې دغه موافقې د تطبیق په حال کې دي. چین غواړي له قرغزستان سره ستراتيژیکې اړیکې ټینګې کړي او په بېلا بېلو ساحو کې خپلمنځي همکارۍ لا نورې پیاوړې کړي.