د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو شورا ۲۴ مه غونډه ترسره شوه.
CGTN2024/07/04 21:17:32
شريکول:

د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو شورا ۲۴ مه غونډه ترسره شوه.

د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو شورا ۲۴ مه غونډه د جولای په څلورمه نېټه د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې ترسره شوه. د دغې غونډې مشري د قزاقستان ولسمشر توکايف وکړه او په غونډه کې د چين دولت رئيس، د بلاروس ولسمشر، د قرغېزستان ولسمشر، د پاکستان صدراعظم ، د روسيې ولسمشر، د تاجکستان ولسمشر ، د ازبکستان ولسمشر ، د ايران سرپرست ولسمشر، د هند استازي او د دغه سازمان سرمنشي ګډون درلود.

د چين دولت رئیس شي جین پينګ دغې غونډې ته په وينا کې وويل، چې  د شانګهای همکارۍ سازمان پر جوړېدو ۲۳ کالونه اوښتي او د غړيو هېوادونو شمېر يې ۱۰ ته رسېدلی دی. د نړۍ د ۳ لويو وچو ۲۶ هېوادونه د دغه سازمان په لويې کورنۍ کې شامل شوي، ملګري يې زيات شوي او همکارۍ يې لا پسې ټينګې شوې دي. 

شي جین پينګ وويل، د شانګهای همکارۍ سازمان غړي هېوادونه د سړې جګړې د افکارو له ګواښونو سره مخامخ دي، ټول غړي هېوادونه دې سره کرښه وساتي، د ګډ، هراړخیز، همکاريز او دوامدار امنیت مفکورې ته دې غاړه کیږدي، د ډیالوګ او همکاريو له لارې دې پېچلو امنیتي ننګونو ته ځواب ووایي، د خپلو هېوادونو سرنوشت دې پخپله وټاکي او په ګډه دې سيمه ييزه سوله او پرمختګ وساتي.

شي جين پينګ هيله ښودله چې د شانګهای همکارۍ سازمان غړي هېوادونه متقابلو مرستو او همکاريو ته دوام ورکړي، دغه سازمان ته ثابت پرمختګ ورکړي، څو دغه سازمان د غړو هېوادونو د ګډې سمسورتيا د رامنځته کېدو لپاره ټينګ ځواک وګرځي.

په دغه غونډه کې ګډونکوونکو مشرانو موافقه کړې، چې د سوداګرۍ، ټرانسپورټ، انرژۍ، پولي چارو، کرنې، ډيجيټلي اقتصاد او ساينس او تکنالوژۍ په برخو کې خپلمنځي همکارۍ لا پياوړې او په ښوونې، کلتور، سېلانۍ او د ځوانانو د تګ راتګ او نظر تبادلې په برخو کې به خپلمنځي همکارۍ نورې هم ژورې کړي. هغوی هيله ښودلې چې ملګري ملتونه د څو قطبي نړيوال سيسټم د جوړولو او د ټولشموله او پراخ ګټور اقتصاد نړيوالتوب د رامنځته کېدو لپاره مرکزي او همغږي کوونکی رول ولوبوي.

دوی ویلي چې نړيواله ټولنه دې  د بېلابېلو هېوادونو معقولو غوښتنو ته پاملرنه وکړي، له سوله ييزو لارو چارو دې د هېوادونو ترمنځ جنجالونه حل کړي، له يواړخيزو بنديزونو او د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې له مداخلې سره دې مخالفت وکړي.

ګډونوالو همدارنګه د اقغانستان د سولې او پرمختګ لپاره د نړيوالې ټولنې له هڅو څخه ملاتړ څرګند کړی دی.

په دغه غونډه کې د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو مشرانو د استانې اعلاميه لاسليک او خپره کړې ده.