شي جين پينګ: بشري ټولنه يو ځل بيا د تاريخ په څلور لارې کې ولاړه ده
CGTN2024/07/04 15:47:57
شريکول:

 د چين دولت رئيس شي جين پينګ د جولای د ۴مې نېټې په سهار د قزاقستان په پلازمېنې استانې کې د شانګهای همکارۍ سازمان د غړيو هېوادونو د مشرانو شورا په ۲۴مې غونډې کې ګډون او وينا کړې ده. 

 نوموړي ويلي، د شانګهای همکارۍ سازمان پر جوړېدو ۲۳ کالونه اوښتي او د غړيو هېوادونو شمېر يې ۱۰ ته رسېدلی دی. د نړۍ د ۳ لويو وچو ۲۶ هېوادونه د دغه سازمان په لويې کورنۍ کې شامل شوي، ملګري يې زيات شوي او همکارۍ يې لا پسې ټينګې شوې دي. 

شي جين پينګ زياته کړې، چې نړيوال وضعيت د بدلېدو په حال کې دی او بشري ټولنه يو ځل بيا د تاريخ په څلور لارې کې ولاړه ده او شانګهای همکارۍ سازمان د تاريخ په سم او عادلانه لوري روان دی او دا د نړۍ لپاره ډېر مهم دی.