اسرائيلي ځواکونو د جولای په ۳مې نېټې يوې اعلاميې کې ويلي، چې په همدې ورځ د لبنان له لوري د اسرائيل پر شمالي سيمو لږ تر لږه ۱۰۰ توغندي لګيدلي دي.
د لبنان د حزب الله وسله والې ډلې د دغو بريدونو پړه پر غاړه اخيستې او ويلي يې دي، چې دغه بريدونه يې د اسرائيلي ځواکونو د هغه هوايي بريد په غبرګون کې کړي، چې له امله یې په همدې ورځ د لبنان په جنوب کې د دغې ډلې يو لوړ پوړی قومندان وژل شوی دی.
د اسرائيلي ځواکونو په اعلاميې کې راغلي، چې زیاتره توغندي په شاړو سيمو کې لګيدلي او چا ته يې مرګژوبله نه ده اړولې.