شي جين پينګ د اروپايي شورا نوي رئيس انتونيو کوستا ته د مبارکۍ پيغام ولېږه
CMG2024/07/04 14:53:43
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د جولای په ۴مې نېټې د اروپايي شورا نوي ټاکل شوي رئيس انتونيو ليوس سنتوس کوستا ته د مبارکۍ پيغام ليږلی دی.

نوموړي په پيغام کې ويلي، چې چين اروپا د څو قطبي نړۍ يو مهم قطب بولي، په نړيوالو چارو کې د اروپايي ټولنې مهم رول ته ډېر اهميت ورکوي او د چين او اروپا هراړخيزو ستراتيژيکو همکاریو ته ژمن او پرمختګ ورکوي.

شي جين پينګ ويلي، چې هغه به له رئيس انتونيو کوستا سره د چين او اروپا د همکاريزو اړیکو د ټينګولو، خپلمنځي ستراتيژيکو اړيکو د ژورتيا، د متقابل تفاهم او سياسي باور د پياوړتيا، د پراخې اجماع د رامنځته کولو، په بېلا بېلو برخو کې د تبادلې او همکاريو د پراختيا، د دوه اړخيزو اړيکو د سالم او ثابت پرمختګ او د نړیوالې سولې او پرمختګ لپاره نوي خدمتونه وکړي.

د خبر له مخې، د چين صدراعظم لي چيانګ هم په همدې ورځ انتونيو کوستا ته د مبارکۍ پيغام ليږلی دی.

(ژباړه: شکريه)