شي جين پينګ: افغانستان د سيمه ييز امنيت مهمه برخه ده
CMG2024/07/04 22:43:07
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د جولای د ۴مې نېټې په ماسپيښين د قزاقستان په پلازمېنې استانې کې "د شانګهای همکارۍ سازمان  (sco+)"غونډې ته په وينا کې ويلي، چې افغانستان د سيمه ييز امنيت نه بېلېدونکې مهمه برخه ده.

نوموړي ويلي، د شانګهای همکارۍ سازمان غړي هېوادونه دې د افغانستان د ګاونډیتوب د همغږۍ او همکارۍ میکانیزم له لارې دغه هېواد سره ډېرې بشري مرستې وکړي او په دغه هېواد کې د یوه پراخ او ټولشموله سیاسي جوړښت د رامنځته کولو لپاره دې ګډ کوښښونه وکړي، څو د سوله ییزې بیارغونې بهير یې بشپړ شي.