سروې: نړيواله ټولنه دې د مصنوعي ځيرکتيا مهارتونه پياوړي کړي
CMG2024/07/04 14:43:10
شريکول:

د ملګرو ملتونو ۷۸مې عمومي اسمبلۍ په دې وروستيو کې د چين له خوا پرېکړه ليک تصويب کړی، چې له مخې به يې نړيواله ټولنه د مصنوعي ځيرکتيا په اړه مهارتونه پياوړې کړي.

د چين ميډيا ګروپ نړيواله سروې زیاترو ګډونوالو د مصنوعي ځيرکتيا د نړيوالې ابادۍ د پياوړتيا په پار د چين کوښښونه ستايلي دي.

د سروې ۶۳.۹۸ سلنه ګډونوالو ويلي، چې دوی د مصنوعي ځيرکتيا محصولات کارولي، ۶۵.۱۶ سلنه ګډونوال يې په دې باور دي، چې دغه محصولات به یې ژوند ته اسانتیاوې برابرې کړي او ۹۰.۱۱ سلنه ګډونوال يې پر دې اند دي، چې ټول هېوادونه باید د مصنوعي ځيرکتيا د پرمختګ او خوندیتوب اصولو ته غاړه کېږدي او د مصنوعي ځيرکتيا د مدیریت، څېړنې او کارونې په برخه کې باید نظارت پیاوړی کړي.

سي جي ټي اېن دغه سروې په انګلیسي، هسپانوي، فرانسوي، عربي او روسي ژبو خپره کړې، چې په ۲۴ ساعتونو کې يې ټولټال ۹۴۸۱ خلکو پرې نظرونه څرګند کړي او رایې يې ورکړې دي.

(ژباړه: شکريه)