په ایران کې د ولسمشريزو ټاکنو دوهم پړاو ترسره کيږي
CMG2024/07/05 11:13:42
شريکول:

د ایران د ولسمشرۍ دویم پړاو ټاکنې به د جولای په ۵مه نېټه ترسره شي او د روغتيا پخوانی وزير مسعود پزشکیان او د اټومي مذاکراتو پخوانی لومړی استازی سعید جلیلي به پکې سیالي وکړي.

جلیلي په تېرو سیالیو فعالیتونو کې ویلي وو، چې هغه به په بهرنۍ تګلارې کې د امریکا او لوېدیځو هېوادونو د بادارۍ او د ایران پر وړاندې د یو اړخیزو بندیزونو پر ضد مقاومت ته دوام ورکړي او په خبره یې، ایران باید د نړۍ له نورو هیوادونو سره ژورې همکارۍ ولري.

پزشکیان بيا باور ښودلی، چې ايران باید د بندیزونو د لیرې کولو لپاره له امریکا سره خبرې وکړي او د دې ترڅنګ بايد له ګاونډيو هیوادونو او نړۍ سره رغنده تعامل وکړي.