شي جين پينګ دوشنبې ته ورسېد
CMG2024/07/05 10:14:56
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د جولای د ۴مې نېټې په شپه په ځانګړې الوتکې کې د تاجکستان پلازمينې دوشنبې ته رسېدلی او له دغه هېواد څخه يې رسمي ليدنه پيل کړې ده.

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان، د دغه هېواد د پارلمان مشر او د دوشنبې ښاروال روستم او د بهرنيو چارو وزير سراج الدين مهرالدين په شمول لوړپوړو چارواکو د دوشنبې په هوايي ډګر کې رئيس شي جين پينګ ته ښه راغلاست ویلی دی.

ولسمشر امام علي رحمان په هوايي ډګر کې د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د رئيس شي جين پينګ تود هرکلی کړی دی.

رئيس شي جين پينګ په هوايي ډګر کې وينا کړې او هيله یې ښودلې، چې له ولسمشر امام علي رحمان سره په نويو حالاتو کې د چين او تاجکستان د اړيکو نوی پلان جوړ کړي او د دواړو هېوادونو د هراړخيزو همکاریو د نوي پرمختګ لپاره هڅې وکړي.