د مصنوعي ځیرکتیا او د نوي باکيفيته توليدي ځواک د لوړتيا تر عنوان لاندې فعاليت په شانګهای کې تر سره شو
CMG2024/07/05 18:41:24
شريکول:

د مصنوعي ځیرکتیا او د نوي باکيفيته توليدي ځواک د لوړتيا تر عنوان لاندې فعاليت د جولای په ۵مه نېټه د چين میډيا ګروپ د انسټيټيوټ، د شانګهای د ټرافيکي چارو پوهنتون، د شانګهای د مصنوعي ځیرکتیا د لابراتوار لخوا په ګډه جوړ شوی.
په ۲۰۲۴م کال کې د مصنوعي ځیرکتیا په هکله د نړيوال کنفرانس د يو رسمي فعاليت په توګه په دې ساحه کې د ساينس او تېکنالوژۍ تصديو او څانګو، د مشهورو پوهنتونونو استازو، غښتلو کارپوهانو په ګډه د مصنوعي ځیرکتیا د پرمختګ او د نوي باکيفيته توليدي ځواک په هکله د مصنوعي ځیرکتیا او د بېلا بېلو چارو د ګډې تخنيکي استفادې په هکله بحثونه کړي دي.