بېجينګ: د چين او اذربايجان تر منځ د ستراتيژيکي دوستانه اړيکو جوړول د دواړو هېوادونو د اړيکو مهمه پړاويزه نښه ده
CMG2024/07/05 18:30:17
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د جولای په ۵مه نېټه يوه خبري ناسته مشري وکړه. خبريال ورڅخه پوښتنه کړې، چې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د شانګهای همکارۍ سازمان د سرمشريزې غونډې په موده کې د اذربايجان له ولسمشر الهام حيدر اوغلو علي اف سره دوه اړخيزه کتنه تر سره کړه او د يوې ګډې اعلاميې په خپرولو سره يې د دواړو هېوادونو تر منځ د ستراتيژيکي دوستانه اړيکو د رسمي جوړولو اعلان وکړ. ولې دوی د دې اعلان لپاره دا وخت انتخاب کړی، چې د دغو دواړو هېوادونو اړيکې لوړې کړي؟
وياندې ماو نينګ وويل، چې چين او اذربايجان د ۱۹۹۲م کال د اپريل په ۲مه نېټه خپلمنځي سياسي اړيکې جوړې کړې. لکه څنګه چې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ ويلي، په څه دپاسه ۳۰کلونو کې د دواړو هېوادونو اړيکې تل د سالم او ثابت پرمختګ په بهير کې روانې وې، په خپلمنځي همکاريو کې زياتې لاسته راوړنې تر لاسه شوې او لا زيات شتراتيژيکي اهميت رامنځ ته شوی دی. په وروستيو کلونو کې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ له ولسمشر الهام حيدر اوغلو علي اف سره نږدې تګ راتګ ساتلی او د دواړو هېوادونو د اړيکو ستراتيژيکې لارښوونې يې کړې. دواړو خواوو د ملي حاکميت، د خاورو بشپړتيا په شمول د مرکزي ګټو اړوندو مسئلو کې متقابل ملاتړ کړی او کوي يې. د دواړو هېوادونو سوداګريز حکم له ميليونو ډالرو څخه څه باندې يو مليارډ ډالرو ته زيات شوی. دواړو هېوادونو  د شانګهای همکارۍ سازمان او د ملګرو ملتونو په شمول چوکاټونو کې نږدې همکارۍ لري. په دې حال کې د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو کيفيت په طبيعي ډول لوړېدلی شي.
د چين او اذربايجان تر منځ د ستراتيژيکي دوستانه اړيکو جوړول د دواړو هېوادونو د اړيکو مهمه پړاويزه نښه ده. دواړه هېوادونه به په نوی پيل کې متقابل سياسي ملاتړ ټينګ کړي، د کمربند او لارې د باکيفيته ګډې ابادۍ په مرکزيت هراړخيزې همکارۍ وکړي، په نړيوالو چارو کې اغيزمنه همغږۍ وکړي او د دواړو هېوادونو د ستراتيژيکي دوستانه اړيکو د پرمختګ هڅونه وکړي.