شي جين پينګ د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره د کوچنۍ ډلې خبرې اترې وکړې
CMG2024/07/05 21:35:43
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جولای د ۵مې نېټې له غرمې وروسته په دوشنبې کې د تاجکستان له ولسمشر اما علي رحمان سره د کوچنۍ ډلې خبرې اترې وکړې.

شي جين پينګ وویل، چين او تاجکستان ګاونډي هېوادونه دي او ګډ برخليک لري، د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکې عنعنوي تاريخي سرچينې، ټينګ سياسي بنسټ، پراخ همکاريز اهميت او د خلکو ملاتړ لري. د دواړو خواوو د ګډو هڅو په نتیجه کې د دواړو هېوادونو متقابل سياسي باور ټينګ شوی، د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ په بهير کې همکاريزې لاسته راوړنې زياتې شوې، په يو لړ مهمو پروژو کې مهم پرمختګونه شوي او له امله يې د دواړو هېوادونو پرمختګ ته ګټه رسولې ده. هغه د تاجکستان ولسمشر ته په خطاب کې وویل: تېر کال تاسو چين ته رسي سفر کړی او پريکړه مو کړی، چې نسل په نسل د دوستۍ، د ګډو ګټو پر بنسټ د ګډ برخليک ټولنه جوړه کړو. دا ځل موږ په ګډه اعلان کوو، چې په نوې زمانه کې د چين او تاجکستان تر منځ هراړخيزې ستراتيژيکي دوستانه اړيکې ټينګې شي او په بېلا بېلو ساحو کې د دواړو هېوادونو د همکارۍ لپاره نوي پلانونه او ترتيبات جوړ شي.