د چین او قزاقستان همکاریزو اړیکو نوی حیاتي ځواک ښکاره کړی
CMG2024/07/05 14:50:01
شريکول:

د چین او قزاقستان پر اړيکو ۳۲ کالونه اوښتي او خپلمنځي دوستي یې پر له پسې پياوړې شوې ده.

چین او قزاقستان دایمي هراړخیز ستراتيژيک همکاران دي او خپلمنځي اړيکې يې د ګاونډيو هېوادونو د اړیکو ښه او غوره نمونه بلل کيږي.

د چین او قزاقستان  ترمنځ دایمي ستراتيژیکو اړیکو ته باید نور څنګه پرمختګ ورکړل شي؟

د چین دولت رئیس شي جين پينګ د جولای له ۲مې څخه تر ۴مې پورې له قزاقستان څخه رسمي لیدنه کړې او له خپل قزاقي سیال سره د دواړو هېوادونو پر اړيکو غږيدلی او يادې پوښتنې ته يې ځواب ویلی دی.

د دواړو هېوادونو مشرانو خبرې کړي او ګډه اعلامیه یې لاسلیک کړې ده.

دا د دې څرګندويي کوي، چې د مشرانو تماس او اړيکې به د دواړو هېوادونو د نسلونو دوستي او متقابل باور نور هم وهڅوي او د دواړو هېوادونو د ګډ برخلیک ټولنه به جوړه کړي. چین او قزاقستان لسګونه همکاریز تړونونه لاسلیک کړي او د خپلمنځي اړیکو د باکیفیته پرمختګ لپاره یې نوی حیاتي ځواک برابر کړی دی.

د چین د علومو اکاډمۍ د روسیې، ختيځې اروپا او منځنۍ اسیا د چارو د څېړنیزې ادارې مشر سون جوانګ جه له چین ميډیا ګروپ سره په مرکې کې ویلي، چې د چین او قزاقستان له دایمي ستراتيژيکو همکاریزو اړیکو څخه نه یوازې د دواړو خواوو د لوړې سویې اړیکې ښکاري، بلکې دا د دې ښکارندويي هم کوي، چې دغه اړيکې به یې د ثابت پرمختګ تمایل وساتي.

د چین د عصري نړیوالو اړیکو د څېړنیز انسټیټیوټ د اروپا او اسیا د څېړنیزې ادارې مشر دینګ شیاو شینګ په دې اند دی، چې د چين او قزاقستان په ګډې اعلاميې کې د ګډ برخلیک ټولنې او ګډې سمسورتیا ته اشاره شوې او دا ددې څرګندويي کوي، چې د دواړو هېوادونو د اړیکو د ټینګښت موخه د عصري کېدو په بهیر کې خپلو خلکو ته د زیاتو ګټو رسول دي.

بېجينګ د چيني شکله عصري کېدو پر جوړونې بوخت دی او استانه هم د نوې بڼې لرونکي دولت ابادي پرمخبیايي. د چین د کمربند او لارې د ګډې جوړونې وړاندیز د قزاقستان له اقتصادي تګلارو سره پیوستون کولی شي.

دواړو هېوادونو د تاریخ د نوې مرحلې په درشل خپلمنځي هراړخیزې ستراتيژیکې اړیکې لوړې کړي او له حیاتي ځواک ډکې د ګډ برخلیک ټولنې پر جوړونې بوخت دي او دغه چارې یې د زمانې له تمایل سره سمون لري.

د چین او قزاقستان ترمنځ سیاسي باور د دواړو خواوو د اړیکو ټینګښت بنسټ جوړوي.

چین له هغو لومړیو هېوادونو څخه دی، چې قزاقستان یې د جوړېدو په لومړيو وختونو کې په رسميت پېژندلی دی.

د قزاقستان ولسمشر قاسم جوماروت توکایف د رئیس شي جين پينګ تود هرکلی کړی او ويلي يې دي، چې چين له اوږدې مودې راهیسې د قزاقستان له حاکمیت، خپلواکۍ او د خاورو بشپړتیا کلک ملاتړ کوي. نوموړي په تکرار ويلي، چې قزاقستان به د یو چین پېژندنې پر اصل دوامدار ټينګار ولري.

د اقتصاد او سوداګرۍ همکارۍ د چین او قزاقستان د اړیکو د ټینګښت لپاره هڅونکی رول لوبوي.

چین د قزاقستان تر ټولو لوی سوداګریز همکار دی او رئیس شي جين پينګ په همدغه هېواد کې د کمربند او لارې د جوړونې وړاندیز کړی دی. دواړو خواوو د خپلمنځي تګ راتګ او لاسرسي هراړخیزه شبکه جوړه کړې او د نوې انرژۍ، ډیجيټل او انلاين نړیوالې سوداګرۍ په شمول ډېرو برخو کې یو لړ همکاریزې لاسته راوړنې لري.

د چين او قزاقستان د همکاريو په زياتېدو سره د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ تګ راتګ او تبادلې هم مخ په ډېرېدو دي. اوسمهال د دواړو هېوادونو ۲۶ ښارونه دوستانه اړیکې لري او چین به په راتلونکي کال کې د چین سیلانیز کال په نوم فعالیت ترسره کړي، چې په دې سره به د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ تفاهم نور هم ژور او پياوړی شي.

د چین او قزاقستان ترمنځ همکارۍ پر نړیوالو چارو هم اغېز لرلی شي. چین د برېکس په همکاریز سازمان کې د قزاقستان له ګډون ملاتړ کوي او که دا چاره یې عملي شي، نو قزاقستان به په نړیوال ډګر کې خپل رول نور هم پياوړی کړي.