د اسرائيلي حکومت د ملکي چارو يوې ادارې د جولای په ۳مې نېټې اعلان کړی، چې د اردن سيند په شاوخوا کې کابو ۱۲ کيلو متره مربع ځمکه د دغه هېواد په حکومت پورې اړه لري.
د اسرائيل د يو غير حکومتي سازمان په قول، دا له تېرو ۳۰ کلونو راهيسې تر ټولو پراخه پيمانه ده، چې اسرائيلي حکومت په يو ځل د فلسطين ځمکه غصب کړې ده.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي وياند سټيفن دوجاريک د روانې مياشتې په ۳مې نېټې د اسرائيل دا کړنه پر ناسم لوري يو نوی ګام بللی او هيله يې ښودلې، چې په مذاکراتو د دوو هېوادونو لايحه پلې شي.
( سپوږمۍ)