چين د تيان هوی پنځم نمبر دوهم ګروپ سپوږمکۍ په بریاليتوب وتوغوله
CMG2024/07/05 10:08:43
شريکول:

 

چين د جولای په ۵مې نېټې د سهار په ۶ بجو او ۴۹ دقيقو د تای يوان سپوږمکۍ له توغوونکي مرکز څخه د سي زيډ ۶م باروړونکي راکټ په وسيله د تيان هوی ۵م نمبر دوهم ګروپ سپوږمکۍ فضا ته توغولې ده.

د مالوماتو له مخې، ياده سپوږمکۍ ټاکلي فضايي مدار ته رسېدلې او د توغولو دنده يې بريالۍ شوې ده.

چين دغه سپوږمکۍ د نقشې جوړولو د اړوندو معلوماتو د اخيستلو، د ځمکنيو سرچېنو د پلټنې او د علمي ازموينو او څېړنو په پار فضا ته توغولې ده.

 

( سپوږمۍ)