د بريتانيې ډيلي ټايمز خبر ورکړی، چې د دغه هېواد لومړی وزير ريشي سوناک به د جولای د ۵مې نېټې په سهار استعفا ورکړي.
ځينو نورو برېتانوي رسنيو هم د سوناک د استعفا په اړه خبرونه ورکړي دي.
د يوې اندپوښتنې پايله، چې د جولای د ۴مې نېټې په شپه خپره شوې، ښيي چې د کير سټارمر په مشرۍ کارګرو ګوند د ولسي جرګې له نيمايي زياتې څوکۍ ترلاسه کړي او د دغه هېواد واکمن ګوند به وګرځي.