بېجينګ: د شانګهای همکارۍ سازمان غړي به د نړيوالې سولې د ساتلو او پرمختګ هڅونه وکړي
CMG2024/07/05 18:24:47
شريکول:


د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د جولای په ۵مه نېټه د يوې خبري ناستې مشري وکړه. يو خبريال ورڅخه پوښتنه وکړه چې د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو د مشرانو شورا ۲۴مه غونډه تازه په استانه کې په برياليتوب سره تر سره شوه او د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په دې غونډه کې ګډون درلود. د دې غونډې په هکله اړوند حالت څه ډول دی؟چين په دې غونډه کې څه وړانديزونه او نظريې وړاندې کړې دي؟
وياندې ماو نينګ وويل، چې دغه غونډه د جولای په ۴مه نېټه تر سره شوه او د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په بلنې سره په دې غونډه کې «په ګډه د شانګهای همکارۍ سازمان د لا نورې ښکلې کورنۍ جوړونې» تر عنوان لاندې يوه مهمه وينا وکړه. شي جين پينګ د غونډې په موده کې د بېلا بېلو هېوادونو له مشرانو سره د ګډ پاملرنې وړ نړیوالو او سیمه ییزو مسئلو په هکله د نظريو تبادلې کړې او د دې سازمان د راتلونکي پرمختګ لپاره يې مهال ويش جوړ کړی، دغه راز يې يو لړ ګډې پيژندنې تر لاسه کړې دي.
په دغه غونډه کې « د استانه اعلاميه»، «د بېلا بېلو هېوادونو د اتحاد له لارې  نړۍ کې د عادالت، دوستي او پرمختګ د هڅونې وړانديز»، «د ګاونډيو هېوادونو تر منځ د متقابل باور او د دوستانه اړيکو د اصولو په هکله اعلاميه» په شمول څه د پاسه ۲۰ اسناد منظور شوي دي. په ځانګړې توګه «د استانې اعلاميې» پر دې ټينګار کړی چې بايد د شانګهای روحيې پلې شي او د نوي شکل د نړيوالو اړيکو او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو د هڅونې اعلان يې کړی. ويلی شو، چې په دغه غونډه کې يو لړ لاسته راوړنې تر لا سه شوې او د دغه سازمان د نوي پرمختګ هڅونه شوی، دغه راز د دې سازمان جلبونکی توان او اغيزه ورځ په ورځ د زياتېدو په حال کې ده.