شي جين پينګ د دوشنبی نړيوال هوايي ډګر کې کتبي وينا وکړه
CMG2024/07/05 14:12:32
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د جولای په ۴مې نېټې د تاجکستان پلازمېنې دوشنبې ته رسیدلی او په هوايي ډګر کې يې کتبي وينا کړې ده.

نوموړي ويلي، چین او تاجکستان ٣٢ کاله مخکې ډیپلوماتیکې اړیکې ټینګې کړي او له همغه وخت راهيسې يې خپلمنځي اړيکو دوامدار او چټک پرمختګ کړی او په خبره يې، دواړو هېوادونو د ښه ګاونډيتوب او دوستۍ اړیکې هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريزو اړیکو ته پورته کړې دي.

شي جين پينګ د چين او تاجکستان اوسنۍ اړيکې د ګاونډيو هېوادونو ترمنځ د اړيکو يوه غوره نومونه بللې او باور یې ښودلی، چې له دغه هېواده به بريالۍ لېدنه ولري او د دواړو هېوادونو ترمنځ هر اړخيزې همکارۍ به لا لوړې کچې ته ورسوي.