بېجینګ کې د فکري مرکزونو اتمه نړيواله سرمشريزه پرانيستل شوه
CMG2024/07/05 16:02:52
شريکول:

د فکري مرکزونو اتمه نړیواله سرمشريزه د جولای په څلورمې نېټې د چين د نړيوالو اقتصادي اړيکو مرکز په کوربتوب په پلازمېنې بېجينګ کې پرانيستل شوه، چې د نړۍ د څه باندې ۲۰ هېوادونو او سيمو شاوخوا ۴۰۰ استازو پکې ګډون کړی او د نړيوال پرمختګ پر وړاندې په لویو ننګونو خبرې کوي.

د دغې سرمشريزې د پرانېستلو په ترڅ کې یو شمېر فرعي غونډې هم ترسره شوي او د چين د روغتيا د پرمختګ د ارزولو راپور پکې خپور شوی دی.