شي جین پينګ د تاجکستان په رسنیو کې مقاله خپره کړه
CGTN2024/07/05 14:26:16
شريکول:

 د چين دولت رئیس شي جين پينګ د جولای په پنځمې نېټې د تاجکستان په رسنيو کې «د چين او تاجکستان د اړيکو د ښه راتلونکي جوړول» په عنوان يوه ليکنه خپره کړې ده.

 نوموړي په دې ليکنه کې ليکلي، چې اوسمهال چين او تاجکستان د سمسورتيا په مهمو پړاوونو کې دي او هيله يې ښودلې، چې د دغه سفر له لارې له خپل تاجکستاني سيال سره د دواړو هېوادونو د همکاريو په پلان وغږيږي او خپلمنځي اړيکو ته يې نوې وده ورکړي