د خپلواکۍ په ورځ د امريکا په څو ځايونو کې د ډزو پېښې شوي
CMG2024/07/05 10:07:08
شريکول:

 د جولای ۴مه نېټه د امريکا د خپلواکۍ ورځ وه او په همدې ورځ د دغه هېواد په څو ځايونو کې د ډزو پېښې شوې دي.

يوه عام وګړي د جولای د ۴مې نېټې په سهار د امريکا په يلوسټون ملي پارک کې له کارکوونکو سره وسله واله شخړه کړې، چې له امله يې د دغه پارک يو کارکوونکی ټپي شوی او خپله دی هم وژل شوی دی.

د امريکا د ايلينويس ايالت د شيکاګو په جنوب کې هم په همدې سهار د ډزو پېښه شوې، چې له امله يې دوه ښځې وژل شوي او درې ماشومان سخت ټپيان شوي دي.

 

( سپوږمۍ)