د چين او تاجکستان د کلتوري تبادلې فعاليت ترسره شو
CGTN2024/07/06 13:14:30
شريکول:

د چين او تاجکستان د کلتوري تبادلې فعاليت د جولای په پنځمه نېټه د چين ميډيا ګروپ په کوربتوب د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې ترسره شو.

په دغه فعاليت کې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د مطبوعاتي څانګې رئیس او د چين ميډیا ګروپ رئیس ، د تاجکستان د کلتور وزير  او د دغه هېواد د ملي راډيو او تلويزيون کمېټې رئیس، د شانګهای همکارۍ سازمان پخواني سرمنشي او د تاجکستان د هور ملي خبري اژانس رئیس ګډون کړی و.

د چين ميډيا ګروپ رئيس شن های شيونګ دغه فعاليت ته په وينا کې وويل، چې د دغه ګروپ نړيواله راډيو او تلويزيون يا سي جي ټي اېن به د تاجکستان ژورناليستانو ته بلنه ورکړي، چې چين ته سفر وکړي ، څو د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ متقابل پوهاوی زيات او دوستي يې لاټينګه شي.