له تاجکستانه د شي جين پينګ رسمي ليدنه پای ته ورسېده
CMG2024/07/06 16:26:05
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د جولای د ۶مې نېټې په سهار تاجکستان ته خپل سفر پای ته رسولی او په ځانګړې الوتکه کې له دوشنبې څخه د خپل هېواد پر لور خوځېدلی دی.

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان، د دغه هېواد د پارلمان مشر او د دوشنبې ښاروال روستم او د بهرنيو چارو وزير سراج الدين مهرالدين په هوايي ډګر کې د شي جين پينګ لپاره د خدايي پامانې مراسم تر سره کړل.