د پيرو ولسمشره: د لاتينې امريکا او کارابين هېوادونو ټولنه دې د دوه اړخيزو او څو اړخيزو تړونونو له لارې خپلمنځي همکارۍ پراخې کړي
CGTN2024/07/06 13:15:40
شريکول:

د پيرو ولسمشرې دينا بولوارټ له سي جي ټي اېن سره د مرکې پر مهال هيله ښودلې چې د لاتينې امريکا او کارابين هېوادونو ټولنه د دوه اړخيزو او څو اړخيزو تړونونو له لارې خپلمنځي همکارۍ پراخې کړي.

ولسمشرې دينا بولوارټ د جون له ۲۵ مې تر ۲۹ مې پورې له چين څخه رسمي ليدنه وکړه او له سي جي ټي اېن سره یې  یوه مرکه هم وکړه.

سږکال د چين او لاتينې امريکا او کارابين هېوادونو ټولنې هېوادونو ترمنځ د هراړخيزو همکاريزو اړيکو د ټينګېدو له لسمې کليزې سره برابر دی، ولسمشرې دينا بولوارټ په دې اړه ويلي، د لاتينې امريکا او کارابين هېوادونه د يادې ټولنې په جوړېدو د يواړخېزم په رڼا کې يوموټي شوي او چين د دغه ډول ټولنې لپاره مهم خدمتونه کړي ، ځکه دغه هېواد د خپل پرمختګ ترڅنګ له نورو هېوادونو سره  دوه اړخيزو  او څو اړخيزو اړيکو ته هم وده ورکړې، چې پر هر هېواد يې مثبتې اغېزې کړې دي.

نوموړې هيله ښودلې، چې لاتينه امريکا او کارابين هېوادونه چين غوره ماډل او نمونه وګڼي او د دوه اړخيزو او څو اړخيزو تړونونو له لارې خپلمنځي همکارۍ پراخې کړي.