اسرائیل به په راتلونکي اونۍ کې د اوربند خبرو اترو ته دوام ورکړي
CMG2024/07/06 14:46:09
شريکول:

د اوربند خبرو کې د اسرائيلي مرکچي پلاوي چې مشري يې د دغه هېواد د استخباراتو ادارې(موساد) رئيس برنيه وکړه، د جولای په ۵مه نېټه د قطر پلازمېنې دوحې کې غزه کې اوربند په تړاو د غير مستقيمو خبرو اترو نوی پړاو تر سره کړ او  له خبرو اترو وروسته له دوحې څخه بېرته خپل هېواد ته تللی دی.

د تازه خبر له مخې، اوس اسرائیل او حماس لاهم په غزه کې د اوربند او د بندیانو تبادلې تړون په اړه اختلافات لري. د اسرائیلو پلاوی به راتلونکي اونۍ بيا د اوربند د خبرو اترو لپاره دوحې ته ولاړ شي.