شي جين پينګ د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره خبرې اترې وکړې
CMG2024/07/06 15:11:05
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جولای د ۵مې نېټې په ماسپښين په پلازمېنه دوشنبه کې د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره خبرې اترې وکړې او دواړو مشرانو د دواړو هېوادونو ترمنځ د نوې زمانې د هراړخيزو ستراتېژيکو همکاريزو اړيکو د ټينګېدو اعلان کړی دی.

د تاجکستان ولسمشر اعام علي رحمان د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د رئيس شي جين پينګ تود هرکلی کړی.

د دواړو هېوادونو مشرانو د هرکلي او ښه راغلاست تر مراسمو وروسته د کوچنۍ ډلې  خبرې اترې او د لويې ډلې  په کچه ملاقات کړي دي.

یادو مشرانو تر خبرو اترو وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ د هراړخيزو ستراتېژيکو همکاريزو اړيکو د ټينګېدو په تړاو ګډه اعلاميه خپره کړې او د دوی په حضور کې يې د دواړو هېوادونو د اړوندو ادارو مسئولينو د سوداګرۍ او اقتصاد، سيمه ييز اتصال، د کانونو استخراج، امنيت ساتنې او کلتوري تبادلې په ګډون بېلابېلو برخو کې د ګډې همکارۍ تړونونه لاسليک کړي دي.