د ايران د ټولټاکنو کمېټې وياند د جولای په شپږمه اعلان وکړ، چې د دغه هېواد د روغتيا پخوانی وزير مسعود پزشکيان ولسمشريزې ټاکنې ګټلې دي.
مسعود پزشکيان د ۱۹۵۴م په سپتمر کې زېږېدلی دی. نوموړی د زړه جراح ډاکتر و او د تبریز طبي پوهنتون د رئيس، د ايران د روغتيا وزير او د دغه هېواد د پارلمان غړی او هم یې د رئيس لومړي مرستيال په توګه دندې ترسره کړې دي.