شي جين پينګ د ایران منتخب ولسمشر مسعود پزشکیان ته د مبارکۍ پيغام ولېږه
CGTN2024/07/07 10:17:20
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د جولای په ۶مه نېټه د ايران منتخب ولسمشر مسعود پزشکیان ته د مبارکۍ پيغام لېږلی.

شي جين پينګ په خپل پيغام کې ويلي، چې د چين او ايران ترمنځ دوستي لرغونی تاريخ لري. شاوخوا نيمه پيړۍ کېږي چې دواړو هېوادونو خپلمنځي اړيکې ټينګې کړې او سالم او ثابت پرمختګ يې ورکړی. چين او ايران له پېچلي نړيوال وضعيت سره سره تل يو له بل څخه ملاتړ کړی، ستراتيژيک اعتماد يې لا نور ټينګ کړی، په بېلابېلو برخو کې يې تبادلې او همکارۍ زياتې کړې، د سيمه ييزو او نړیوالو چارو په اړه يې تبادلې او همغږۍ ساتلې چې نه يوازې د چين او ايران خلکو ته يې ګټې رسولې، بلکې د سمه ييزې او نړيوالې سولې او ثبات د پياوړتيا لپاره يې فعال خدمتونه برابر کړي دي. 

رئیس شي جین پينګ د چين او ايران ترمنځ‌ د اړيکو پرمختګ ته په درنه سترګه ګوري او هيله يې ښودلې، چې له ولسمشر مسعود پزشکیان سره يو ځای د دواړو هېوادونو د هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريزو اړیکو د پياوړتيا لپاره ګډه هڅه وکړي.