کير سټارمر: برېټانیا به د روانډا پلان پلي کېدو ته دوام ورنه کړي
CMG2024/07/07 14:37:27
شريکول:

د برېټانيې نوي لومړي وزير کير سټارمر د جولای په ۶مه نېټه د دې هېواد د نوې کابینې لومړۍ غونډه وکړه. سټارمر له غونډې وروسته په یوه خبري غونډه کې وویل چې اقتصادي وده به د دې حکومت د ټولو دندو لومړیتوب وي. هغه دا هم وویل چې هغه به د غیر قانوني کډوالۍ مسئلې د حلولو لپاره د مخکیني حکومت لخوا پیل شوی د "روانډا پلان" پلي کولو ته دوام ورنه کړي.

برېټانیا او روانډا د ۲۰۲۲ کال په اپرېل کې یوې موافقې ته ورسېدل چې له مخې به هغه غیرقانوني کډوال چې بريټانيا ته راځي، روانډا ته ویستل شي او برېټانیا به روانډا ته اړوندې پیسې ورکړي. دغه پلان له پلي کېدو راهیسې جنجالي شوی دی.