اسرائيلي پوځ په غزې کې د ملګرو ملتونو پر یوه ښوونځي هوايي برید تائید کړ
CMG2024/07/07 11:02:44
شريکول:

د اسرائيلو ملي دفاعي ځواکونو د جولای په ۶مه نېټه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ويلي چې په همدې ورځ یې په غزه کې د ملګرو ملتونو پر یوه ښوونځي هوايي برید کړی دی.

په دې اعلامیه کې د اسرائیلو د ملي امنيت عمومي ادارې او جنوبي قوماندې د استخباراتو له مخې، غزه کې د ملګرو ملتونو یو ښوونځی د حماس وسله والو لخوا د پټنځای او قوماندې مرکز په توګه کارول شوی و.

سرچينې ادعا کړې چې اسرائيلي پوځ د دې میاشتې په ۶مه په ښوونځي کې پر "ترهګرو" هوايي برید تر سره کړ.

د حماس رسنيز دفتر د دې میاشتې په ۶مه نېټه په يوې اعلاميه کې ويلي، چې د اسرائيلو پوځ د غزې په مرکزي سيمه کې د نصیرات د کډوالو پر کمپ هوايي بريد کړى، چې له امله يې لږ تر لږه ۱۶ تنه وژل شوي او تر ۷۵ زيات نور ټپيان شوي دي.