د فرانسې د پارلمان د لومړي پړاو ټاکنې د جون په ۳۰مه نېټه ترسره شوې او دوهم پړاو يې د جولای په ۷مه تر سره کیږي.
د لومړي پړاو ټاکنو له ترسره کېدو وروسته د نظرپوښتنې پايلې ښيي، چې د دغه هېواد ښی اړخی ګوند " راسمبلیمېنټ نېشنل " د ۳۳ سلنې رایو په ترلاسه کولو سره مخکې دی او د کیڼ اړخو اتحاد " د فرانسې نوې مشهوره جبهه " د ۲۸،۵ سلنې رایو په ترلاسه کولو سره دوهم ځای خپل کړی.