د امریکايي سیاستوال پر وړاندې ولسي مخالفت
CMG2024/07/07 10:04:56
شريکول:

یوه امریکايي شخص څو ورځې مخکې انټرنیټ ته یوه ویډیو پورته کړه چې د ډېرو لیدونکو پام یې راخپل کړ. دغه ویډیو کې ښیي، چې امریکایی سیاستوال مت پوتینګر د دغه هېواد په یو فعالیت کې پر چین پسې وویل چې د تایوان تنګي سوله ویجاړوي او ښايي د ۳مې نړیوالې جګړې د راپورته کېدو سبب وګرځي. د ده خبرې د ډېرو له مخالفت سره مخ شوې او یوه امریکایي تبعه ورته ویلي، امریکا د جګړې راپاروونکې ده. چین تل د مسئلې د حل لپاره سوله ییزې لایحې وړاندې کړې او کوي یې.

د دې ویډیو په اړه تبصرو کې ډېرو انټرنیټ کاروونکو هم د مت د خبرو غندنه کړې او د یاد امریکایي یې ملاتړ څرګند کړ. ځینو ویلي، د نړۍ په ګوټ ګوټ کې جګړې راپارول د امریکایي وګړو لپاره هم ګټور نه دي. وروه، ملاتړ کوو!

د دې پېښې په ورته وخت کې د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو۲۴مه غونډه په استانه کې په بریالیتوب سره تر سره شوه. په دغه غونډه کې بلاروس ته غړیتوب ورکړ شو او په دې سره د غړو هېوادونو شمېر یې لسو ته رسېدلی دی. دغه سرمشریزه غونډه په صمیمي او دوستانه فضا کې پای ته رسېدلې او پکې یو لړ مهمې لاسته راوړنې تر لاسه شوې دي.

د چین دولت رئیس شي جین پینګ په یاده سرمشریزه غونډه کې ویلي چې د دې سازمان د ګړندي پرمختګ مهم لامل دا دی چې ټولو غړو هېوادونو پر یووالي او همکارۍ ټینګار کړی.

چین په دې وروستیو کلونو کې پر سوله ییزې همکارۍ کلک ټینګار کړی، د شانګهای همکارۍ سازمان، د برېکس همکاریز میکانیزم او د لارې او کمربند وړاندیز، ټول دغه شان مثالونه دي. سربېره پر دې، چین د شخړې او اختلافاتو پر وړاندې تل ډیالوګ او مشورې لارې غوره کړې دي. چین په دې برخه کې زیات کوښښونه کړي او د نړیوالې ټولنې لخوا منل شوي او ستایل شوي دي.

خو امریکا په دې وروستیو کلونو کې څه کړي؟ د اوکراین او روسیې کړکېچ او هم د اسرائیل او فلسطین ترمنځ شخړې ته په کتو مو دا موندلې، چې څرنګه چې واشنګټن په پرله پسې له ښکېلو خواو سره پوځي مرستې کړې، نو یادې شخړې غځېدلې دي. د امریکې د دفاع وزیر څو ورځې مخکې اعلان وکړ چې واشنګټن به اوکراین ته د وسلو په شمول د ۲،۳ میلیارډو امریکايي ډالرو په ارزښت نورې امنیتي مرستې برابرې کړي. د تېر کال په اکتوبر کې د اسرائیل او فلسطین ترمنځ د نوې دورې شخړې راهیسې، واشنګټن اسرائيل ته د ۶،۵ میلیارډو ډالرو په ارزښت نظامي مرستې او لسګونه زره بمونه برابر کړي دي.

بله خوا، امریکا د تایوان تنګي د ساتلو شعار ورکړی، خو لوړ پوړي قوماندان یې د اسیا او ارام سمندر سیمې کې له چین سره د مقابلې په اړه ویلي چې، که اړتیا وي، امریکا به تایوان له انسانانو پرته په جهنم بدل کړي یعنې د تایوان ټول خلک به ووژني، څو د چین د یووالي مخه ونیسي. دا پر تایوان د امریکا تش په نوم ساتنه ده.

د امریکایي سیاستوال مت پوټینګر خبرې د امریکایي تبعه له مخالفت سره مخ شوې، ترې ښکاري چې وګړي یې پر چین د بېځایه تورونو ضد دي. د امریکا حکومت د یو چین پېژندنې پر اصولو د ټینګار شعار کړی، خو په حقیقت کې یې سرغړونه غوره کړې، بلکې چین یې د جګړې راپارولو پلمې ته کارولی. دغه رویه یې د ځايي وګړو لخوا هم نه منل کېږي. خلک یې د خپل هېواد زورواکي نه مني، بلکې عدالت او سوله غواړي.