د امريکا د کېنتوکي ايالت د فلورنس ښار پوليسو د جولای په ۶مه نېټه ويلي، چې د همدې ورځې په سهار د دې ښار په يو خصوصي استوګنځي کې د ډزو پېښه شوې او له امله یې ۴ کسان وژل او ۳ کسان ټپيان شوي دي.
سرچينې ويلي چې پېښه داسې حال کې رامنځه شوې چې په دې استوګنځي کې د زېږېدنې ورځې د لمانځنې مېلمستیا روانه وه. له يادو ډزو وروسته بريدګر خپل ځان وژلی.
د امريکا د (GVA) ويبپاڼې يو لړ تازه شمېرې خپرې کړې، چې له مخې يې د روان کال له پيله د جولای تر ۶مې نېټې پورې په دغه هېواد کې د ډزو ۲۷۷ پېښې شوې، چې په هره پېښه کې لږ تر لږه ۴ کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.