رئیس شي جين پينګ له صدراعظم اوربن ويکتور سره وليدل
CGTN2024/07/08 15:20:06
شريکول:

د چين دولت رئيس شي‌ جين پينګ د جولای په ۸مې نېټې په پلازمېنې بېجينګ کې د هنګري له صدراعظم اوربن ويکتور سره لیدلي او پر خپلمنځي اړيکو ورسره غږیدلی دی.

شي جين پينګ له نوموړي سره په خبرو کې ويلي، چې چين او هنګري دې لوړ پوړی تګ راتګ وساتي، سياسي اعتماد دې ژور کړي، ستراتيژيکې تبادلې او همغږۍ دې زياتې کړي، یو له بل څخه دې کلک ملاتړ وکړي، په بېلا بېلو برخو کې دې همکارۍ ټينګې او په ګډه دې د کمربند او لارې ابادۍ ته باکيفيته پرمختګ ورکړي او په نوي عصر کې دې خپلمنځي هراړخيزې ستراتيژيکې همکاريزې اړيکې پياوړې کړي، څو خلکو ته يې ګټې ورسيږي.

اوربن ويکتور ویلي، چين يو سوله ييز هېواد دی او د نړيوال وضعيت د بدلون په درشل کې يې نړۍ ته يو لړ مهم او رغنده وړانديزونه کړي دي.

نوموړي ويلي، چين په عمل کې ښودلې، چې دغه هېواد د نړيوالې سولې لپاره مهم ځواک دی او په خبره يې، هنګري د چین رول او اغېزو ته په درنه سترګه ګوري او د نظريو تبادلې او همکارۍ به ورسره زياتې کړي.

اوربن ويکتور زياته کړې، چې هېواد يې د ډلو له تقابل سره مخالفت کوي او غواړي له چين سره همکارۍ ټينګې کړي، او د اروپايي ټولنې د رئيسه هېواد په توګه به د اروپا او چين ترمنځ اړیکو ته سالم پرمختګ ورکړي.