د اسرائيل دفاع وزير يووف ګېلنټ د جولای په ۷مې نېټې خبري رسنيو ته ويلي، که هېواد يې په غزې کې له حماس سره د اوربند هوکړه وکړي، خو ځواکونه به يې بيا هم د لبنان د حزب الله پر وړاندې جګړې ته دوام ورکړي.
د اسرائيل خبري رسنيو ويلي، ښاغلي يووف ګېلنټ د هېواد جنوبي او شمالي ځواکونو ته ډاګيز امرونه کړي، که هېواد یې په جنوب کې له حماس سره د اوربند او د بنديانو د خوشي کولو هوکړه هم وکړي، خو دا به په شمال کې د اسرائيلي ځواکونو له پوځي عملياتو سره هېڅ تړاو و نه لري.
( سپوږمۍ)