د ایران منتخب ولسمشر مسعود پزشکیان د جولای په ۶مې نېټې په پلازمینې تهران کې يوې غونډې ته په وينا کې د دغه هېواد د پرمختګ پر وړاندې خنډونه، ننګونې او کړکېچونه سترې ازموينې بللي او ویلي يې دي، چې هغه به په دغو ازموينو کې د برياليتوب لپاره پوره هڅې او مرستې وکړي.
پزشکيان د ایران اسلامي جمهوریت خبري اژانس ته د ایران اوسنی وضعيت کړکېچن بللی او ويلي يې دي، چې د ده په مشرۍ حکومت به له ډېرو سختو کارونو سره مخ وي.
نوموړي ويلي، چې هغه به په کوردننه د هېواد د ابادۍ او پرمختګ لپاره د بېلا بېلو خواوو نظرونه په پام کې ونیسي، خبرو اترو ته به وده او اجماع به رامنځته کړي او د ملي حکومتوالۍ په مسائلو کې به د اختلافاتو د له منځه وړلو لپاره له پارلمان او قضا سره همکارۍ وکړي.
د ايران د ټاکنو کميسون وياند اسلامي د روانې مياشتې په شپږمې نېټې ښاغلی پزشکیان د ايران د ۱۴مې دورې د ولسمشريزو ټاکنو په دويم پړاو کې بريالی اعلان کړ.