ولې ملګري ملتونه د چين د بشري حقونو چارې ستايي؟
CMG2024/07/08 15:21:11
شريکول:

د ملګرو ملتونو بشري حقونو شورا د جولای په څلورمې نېټې د یوې غونډې په ترڅ کې د چين د بشري حقونو د څلورم پړاو د سنجش راپور تصویب کړ او ګډونوالو يې خورا تود هرکلی وکړ او چين ته يې مبارکي وويله.

د نړۍ څه باندې ۱۲۰ هېوادونو د بشري حقونو د ساتنې او پرمخبېولو په برخه کې د چین هڅې ستايلي او استازو یې په خپلو ويناوو کې د چین د بشري حقونو لوړه ارزونه کړې ده.

د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې د بشري حالاتو سنجش د غړو هېوادونو ترمنځ د صميمي تبادلې، ډيالوګ او همکارۍ مهم ډګر بلل کیږي. چين په جلا جلا توګه په ۲۰۰۹م ، ۲۰۱۳م او ۲۰۱۸ م کالونو کې د راپور د سنجش په لومړيو درېيو پړاوونو کې برخه اخیستې او له درېیم سنجش راهيسې يې د بشري حقونو د ساتنې يو لړ قوانين خپاره او يا تعديل کړي او په څلورم سنجش کې يې د ګډونوالو زياتره وړانديزونه منلي او په ورته وخت کې يې د بشري حقونو د تضمين لپاره د دېرشو تدبيرونو د نيولو اعلان کړی، چې د خلکو په نيکمرغه ژوند، د بشري حقونو په قانوني ضمانت او نړيوالو بشري همکاريو پسې تړاو لري.

ولې د غونډې ګډونوالو د چین د بشري حقونو حالت ستايلي؟

 په حقيقت کې د دې پوښتنې ځواب اسان دی، ځکه چين پر بنسټيزو حقونو ټينګار لري، تل ژوند او پرمختګ د خلکو تر ټولو لومړني او بنسټيز حقونه بولي او له نورو مخکې ادعا کوي چې ژوند د ټولو بشري حقونو بنسټ او د خلکو نيکمرغه ژوند تر ټولو لوی بشري حق دی. چين نه يوازې شديدې بېوزلي حل او نسبتاً شتمه ټولنه يې جوړه کړې، بلکې په نړۍ کې يې هم د ښوونې، ټولنيز ضمانت او طب تر ټولو لوی سيسټم او د پنځه جي(5G) شبکه جوړه کړې ده.

 د بشري حقونو د ساتنې په برخه کې د چين هڅې د ليدو وړ دي.

په ژنيو کې د سوريې د پلاوي دايمي استازي حيدر علي احمد ويلي، چین د بشري حقونو د ساتنې په برخه کې ډېرې لاسته راوړنې لري او د تګلارو د پلي کولو په ترڅ کې د خلکو ګټو ته لومړيتوب ورکوي او اغېزمنې پايلې يې ترلاسه کړې دي.

چين د خلکو لپاره چارې ترسره کوي او ټول کارونه يې د خلکو پر مټ تکيه لري. د چين حکومت د خلکو پر عمده مقام ټينګار لري او د ټول بهير ولسي ډيموکراسۍ د پرمختګ له لارې خلکو ته حقونه ورکوي.

د روان کال په دوو مجلسونو کې د چين د ملي ولسي کانګرېس لومړی ړوند استازي وانګ يونګ چنګ د حکومتي کاري راپور ځانګړې بڼه لوستلې او ياد ملي کانګرېس ته يې د ړوندو کسانو غوښتنې وړاندې کړې دي.

بشري حقونه د ځينو کسانو ځانګړي حقونه نه دي، بلکې د ټولو کسانو مساوي حقونه دي. دغه ټکی په چين کې ښکاره او څرګند دی، په دغه هېواد کې ډېر قومونه په ګډې همغږۍ ژوند کوي او لږکي يې نه يوازې له مذهبي ازادۍ څخه برخمن دي، بلکې د خپلو ژبو او ليکدودونو د کارونې او پرمختګ حق هم لري. د شي ځانګ کورواکې سيمې اوسېدونکې ۷۳ کلنې يانګ جي جو ګا په خپلې مورنۍ ژبې د روغتون طبي اداري سيسټم کې د ډاکټر د وخت سپارښتنه کړې او د دې ترڅنګ د دې سيمې په ژي کا ځه سا ګا معبد کې د ځايي ژبې قيمتي لرغوني کتابونه هم په ډيجټلي بڼې ښه ساتل شوي او د عصري معلوماتي تخنيکونو په وسيله د شي ځانګ لرغونې ژبه د نړۍ له نورو ژبو سره يو ځای د ډيجټلي کېدو زمانې ته داخله شوې ده.

ډېر بهرنيان چين ته راځي او د دغه هېواد په اړه معلومات تر لاسه کوي.

لوېديځ هېوادونه د بشري حقونو پروپاګنډ خپروي، خو نړۍ ته دوکه نشي ورکولی.يوه بهرني انټرنېټ کاروونکي پر ټولنیزو رسنیو ليکلي، چې دا هېواد (چين) ډېر پاک دی او هیڅ وسلې پکې نه ليدل کيږي او هر کس يې ارام ژوند لري او چين نړۍ ته خپله بڼه ډېره ښه وړاندې کړې ده.

ياد راپور په ملګرو ملتونو کې تصويب شو او همدا د چين د بشري حقونو د پرمختګ ښکارندويي کوي او لا هم په دې برخه کې يې په زړه پورې کېسې روانې دي.

چين له نورو هېوادونو سره يو ځای د بشري چارو د پرمختګ لپاره دوامدارې هڅې کوي.