د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جولای په ۸مې نېټې د شانګهای همکارۍ سازمان د زرغون پرمختګ فورم ته د مبارکۍ پيغام ليږلی دی.
نوموړي په خپل پيغام کې ويلي، چين هيله لري چې په دغه فورم کې له مختلفو خواوو سره په بېلا بېلو ساحو کې د زرغون پرمختګ په اړه نظرتبادلې او همکارۍ زياتې کړي، د مختلفو غړو هېوادونو د اقتصاد او ټولنې دوام لرونکي پرمختګ ته مرستې برابرې کړي او د انسان او طبيعت ترمنځ همغږي پرمخ بوځي.
د شانګهای همکارۍ سازمان د زرغون پرمختګ فورم په همدې ورځ د چين د شان دونګ ولايت په چينګداو ښار کې د زرغون پرمختګ لپاره لاسونه سره يو کړئ او د انسان او طبيعت ترمنځ همغږي پرمخ بوځئ، په عنوان پرانيستل شو.