د نايجر، مالي او بورکينا فاسو پوځي مشرانو د جولای په شپږمې نېټې د نایجر په پلازمېنې نيامي کې د ساحلي هېوادونو اتحاديې د غړو هېوادونو لومړۍ سرمشريزه ترسره کړې او د ياد اتحاد جوړول يې اعلان کړی دی.
د يادو درېيو هېوادونو پوځي مشرانو په خپلو سيمو کې د ترهګرۍ ضد مبارزې کې د خپلمنځي همغږۍ لاسته راوړنې ستايلي او د ساحلي هېوادونو د اتحاديې ائتلافي ځواک يې تائيد کړی دی.
ياد ائتلافي ځواک د روان کال په مارچ کې جوړ شوی، چې د ترهګريزو ډلو، نړيوالو ډله ييزو جرمونو او د يادې اتحاديې پر وړاندې له نورو ننګونو سره د مقابلې دنده ترسره کوي.
يادو درېيو هېوادونو همدارنګه پرېکړه کړې، چې يو خپلمنځي پانګيز بانک او صندوق او د پرسونلو، تجارتي توکو او خدماتو د تګ راتګ ميکانيزم به هم جوړ کړي.