چین او بلاروس به د شاهین بريد ـ ۲۰۲۴ په نوم د ځمکنيو ځواکونو ګډ تمرين ترسره کړي
CGTN2024/07/08 10:39:45
شريکول:

چين او بلاروس به د جولای په لومړۍ او دوهمې لسيزې کې د بلاروس د برېست ښار په شاوخوا سيمو کې د شاهين برید ـ ۲۰۲۴ په نوم د ځمکنيو ځواکونو ګډ تمرين ترسره کړي.

د چين ملي دفاع وزارت د دغه ګډ تمرين موخه د ترهګرۍ ضد ګډه همکاري بللې او ویلي يې دي، چې دواړه هېوادونه به د يرغملو د ژغورنې او د ترهګرۍ ضد د ګډو عملیاتو په شمول بېلا بېلو برخو کې تمريني پروګرامونه ترسره کړي، چې په دې سره به د دواړو هېوادونو د ځواکونو سويه لوړه او همغږي پياوړې شي او خپلمنځي همکارۍ به يې دوام ومومي.