د چین صدراعظم لي چیانګ د جولای په ۷مې نېټې د برېتانيې نوي لومړي وزير کير سټارمر ته د مبارکۍ پيغام ليږلی دی.
نوموړي په پيغام کې ويلي، چين او بريتانيا د ملګرو ملتونو د امنيت شورا دايمي غړي او د نړۍ عمده اقتصادونه دي او د دواړو هېوادونو خپلمنځي همغږي او همکاريزه پياوړتيا يې د دواړو خواوو په ګټه او هم یې د نړۍ د ستونزو د هوارۍ لپاره ګټوره بللې ده.
لي چیانګ ويلي، بېجينګ د چين او بريتانيا اړيکو ته ډېر اهميت ورکوي او غواړي د بريتانيا له نوي حکومت سره د سياسي متقابل باور د پياوړتيا، د همکاريو د پراختيا، د کلتوري تبادلې د زیاتوالي په پار هڅې وکړي او د دواړو هېوادونو اقتصادي او ټولنيز پرمختګ او د نړۍ سولې، ثبات او سوکالۍ ته به وده ورکړي.