اوسمهال په چين کې دوبنۍ رخصتۍ ده او ډېری ماشومان او تنکي ځوانان په څېړنيزو سفرونو وتلي دي او دغسې زده کړه ييز سفرونه د دوی د ليد د پراختیا په موخه طرحه کيږي.
زده کوونکي د څېړنيزو سفرونو له لارې نه يوازې ساتيري، بلکې پوهنه هم ورڅخه ترلاسه کوي. د ساري په توګه زده کوونکي د داسې سفرونو له لارې کولی شي، له مشهورو پوهنتونونو او تخنيکي موزيمونو څخه ليدنې وکړي او د طبعيت د معلومولو لپاره ځنګلونو او د چای پاڼو د راشکولو لپاره غرونو ته ولاړ شي.
د سږکال له جون مياشتې راهيسې، په انټرنېټ کې د خلکو لخوا د څېړنيزو سفرونو د ورځني پلټنيز يا سیرچ شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله ډېر زياتوالی ښيي.