بېجينګ د اروپايي ټولنې دروغ رد کړل
CMG2024/07/09 10:49:35
شريکول:

په چين کې د اروپايي ټولنې سفير جورج توليدو البينانا د جولای په ۷مې نېټې ويلي، چې اروپايي ټولنې له تېرو څو مياشتو راهيسې تل هڅې کړي، چې له چيني برقي موټرو څخه د زياتو ګمرکي مالياتو د اخيستلو په اړه له چيني لوري سره تماس ونيسي، خو چيني خوا په دې وروستيو کې ځواب ورکړی دی.

د چين د سوداګرۍ وزارت وياند د جولای په ۸مې نېټې د اروپايي ټولنې د سفير ياده ادعا له حقيقتونو څخه ليرې بللې او ويلي يې دي، چې اروپايي ټولنې د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر کې د چين د برقي موټرو په اړه پلټنې پيل کړي او چين له همغه وخت راهيسې په څو څو اړخيزو ډګرونو کې ورسره خپل ټينګ مخالفت څرګند کړی او تل يې ترې غوښتي، چې د دواړو خواوو د هراړخيز ستراتيژيک مشارکت له لحاظه په ډيالوګ او سلامشورې له چين سره اقتصادي او تجارتي کړکېچونه حل کړي.

د چين دولت رئيس شي جين پينګ په پاريس کې د چين، فرانسې او اروپايي ټولنې مشرانو په ګډې لېدنې کې ويلي، چين او اروپايي ټولنه دې د يو بل معقولو اندېښنو ته په کتو په ډيالوګ او سلامشورو خپلمنځي اقتصادي او تجارتي شخړې هوارې کړي.

دغه راز د چين صدراعظم لي چيانګ د سويس په داوس کې د نړيوال اقتصادي فورم د سږنۍ کلنۍ غونډې په څنډې کې د اروپايي ټولنې له مشرانو سره لېدنو کې بیا بیا ويلي، چې چين غواړي له اروپايي ټولنې سره پر خپلمنځي ډيالوګ او همکارۍ ټينګار ولري او په مناسب ډول توپيرونه ليرې کړي.

 

( سپوږمۍ)